امنیت

د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ ځانګړې امنیتي غونډه جوړه شوه

کابل/ د زمري ۸ مه / باختر

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس او د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان محمد اشرف غني په مشرۍ ځانګړې امنیتي غونډه نن له غرمې مخکې په ارګ کې ترسره شوه.

د جمهوري ریاست ویندوی دفتر معلوماتو له مخې؛ په دغه غونډه کې، د افغانستان پر عمومي امنیتي وضعیت، په ملي دفاع وزارت کې د اصلاحاتو په عملي کولو او د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر لا پیاوړتیا، تجهیز او همغږۍ هر اړخیز بحث وشو.

د ملي دفاع وزارت رهبرۍ د یاد وزارت په تامیناتي سیستم کې د سپما او اصلاحاتو په اړه خپل راپور غونډې ته وړاندې کړ او غونډې په دې تړاو لازمې لارښوونې وکړې.

په پای کې، په ملي دفاع وزارت کې په بشپړ ډول «د اصلاحاتو او سپما برنامې» په تنظیم او عملي کېدو ټینګار وشو.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته