کابل باختر د چنګاښ اته ويشتمه :
وسله والو طالبانو نن سهار دکندز ولايت قلعه ذال ولسوالۍ په اقا تپې بازار بريد وکړ .
په دغه بريد کې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يو پوليس شهيد شو .
دکندز ولايت دقلعه ذال ولسوال محبوب الله سعيدي باختراژانس ته خبر ورکړ: دامنيتي ځواکونو اوطالبانو ترمنځ جګړه تراوسه پورې دوام لري چې له امله يې يوسيمه ئيز پوليس شهيد او درې طالبان وژل شوي دي .
دغه راز دطالبانو يو قوماندان مولوي مسعود هم سخت ټپي شوى دى
ده زياته کړه: امنيتي ځواکونه هڅه کوي چې طالبان له سيمې وباسي او اوس هم داقاتپې بازارنيمايي سيمه دطالبانو په لاس کې ده او امنيتي ځواکونه دپرمختګ په حال کې دي .
ده له مرکز څخه سيمې ته دزياتو ځواکونو داستولو غوښتنه کړې ده .
0 1 دقیقه لوستل