ورزش

دفوټبال فدراسيون ته زيات واک ورکړشو.

کابل – باختر دورږې دمياشتې ٦
دافغانستان د فوټبال فدراسيون  زيات واکونه ترلاسه کړل  .
داولمپيک دملي کميټې مسوولين وايي چې دغه فدراسيون کولاى  شي داولمپيک دملي کميتې او دفوټبال دنړيوال سازمان د منشور له مخې د قانون په چوکات د ورزشکارانو دمالي بنسبټ  د ودې او دپياوړتيا او داستعدادونو د جلب په خاطر په خپلو تصميمونو کې مستقلانه عمل وکړي.
داولمپيک دملي کميټې ويندوى  مجيب الله رحماني باختر آژانس ته وويل ،  په هغې غونډه کې چې له همدې امله ددغې کميټې په مقر کې جوړه شوې  وه  اولمپيک دملې کميتې رييس محمدظاهر اغبر وويل ،  چې دغه واکونه دهيواد    د فوټبال دملي ټيم د زياتې  ودې په خاطر د افغانستان د فوټبال فدراسيون ته ورکړ شوي دي او هيله ده په نويو لارو چارو سره دغه فدراسيون زيات برياليتوبونه ترلاسه کړې .
په دې غونډه کې دولسي جرګې غړو ډاکتر فايق او نسيمې نيازي د فوټبال دفدراسيون  رييس کرام الدين کريم  د فدراسيونونو رييسانو او  ورزشکارانو ګډون کړى وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته