(PS)خبرونه(PS)اقتصادTOP(PS)

د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د ځینو بهرنیو سکتورونو د الوتنو د ټکټونو نرخونه ټاکلي دي

کابل، د غوایي ۱۰مه، باختر

د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت په لنډه مهاله توګه د ځینو بهرنیو سکتورونو لپاره د الوتنو د ټکټ نرخونه ټاکلي دي.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ځینو بهرنیو سکټورونو (کابل – جدې، کابل – دوبۍ، کابل – استانبول، کابل – ریاض) د الوتنو د ټکټ بیه په لنډ مهاله توګه ټاکل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې له دې نرخ وروسته به راتلونکی نرخ د هوايي شرکتونو د استازو او د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د تخنیکي ټیم د ناستې له لارې د ټولو عملیاتي لګښتونو په پام کې نیولو سره ټاکل کېږي.

د يادونې وړ ده، چې دا مهال د (کابل- جدې- کابل) له سکټورونو څخه د يو طرفه الوتنو بيه له ٩٤٠ ډالرو څخه ٧٨٠ ډالرو او د (کابل- رياض- کابل) له ١٠١٠ ډالرو څخه ٨٢٠ ډالرو ته راکمه شوې ده.

تر دې مخکې د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت مشرتابه د کام ایر او آریانا افغان هوايي شرکت له استازو سره د الوتنو د ټکټ د نرخ په اړه د خلکو شکایتونه شریک کړي وو.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا