
کابل، د وري ٨مه، باختر
د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د ۱۴۰۱ لمريز کال په عوایدو کې ۲۲.۵ سلنې د زياتوالي خبر ورکړی دی.
د دغه وزارت مالي او اداري مرستيال حافظ انجنیر صدیق الله عابد وايي، چې په ۱۴۰۱ لمريز کال کې یې ۷ میلیارده ۵۵۹ میلیونه ۹۸۹ زره او ۶۰ افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته جمع شوي دي.
عابد زیاتوي، چې د ماليې وزارت له لوري ورته ٣ ميليارده ٥٢ ميليونه او ٨ زره افغانيو هدف ټاکل شوی و، چې دوی له ټاکلي هدف څخه ٣٧٠ ميليونه ۵۴۲ زره او ٩٠٧ افغانۍ اضافي عوايد راټول کړي دي.
د عابد په وینا، تېر کال د هېواد په فضا کې څه باندې ۲۴ زره الوتنې شوي، چې پر اساس یې د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت په عوایدو کې ٢٢.٥ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
لمر