سیاست

انجينیر محمد خان: د ملي یووالي حکومت د ښځو حقونو او په واک کې د هغوی ګډون ته ژمن دی

کابل باختر دليندي  نولسمه :
د اجرائیه ریاست معاونیتونو ( تاوتریخوالی د انسانیت لپاره عار دی) تر سرلیک لاندې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي کمپاین وروستی کنفرانس جوړ کړ.
داجرائيه رياست دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ
په دې کنفرانس کې د ښځود چارو د وزیرې دلبر نظري، د ښځو د حقونو مدافعینو، مدني ټولنو سربېره د اجرائیه ریاست لومړي او دویم مرستیالانو ګډون کړی و.
د اجرائیه ریاست لومړي مرستيال انجينیر محمد خان د ښځوپرخلاف د تاوتریخوالي پر وړاندې په مبارزې ټینګار وکړ او ویې ویل چې په دې برخه کې باید په شعارونو بسنه ونه شي بلکې په یو عملي مېکانیزم کار وشي چې دغه ناوړه پدیده له مینځه یوړل شي.
لومړي مرستيال د ښځو مقام ته په اشارې سره و ویل: د ښځو حقونو ته د نورو ادیانو په پرتله داسلام مبارک دین ډېره پاملرنه کړې او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي په مبارزه کې باید دیني عالمان او څيړونکي خپله دنده سرته ورسوي.
د اجرائیه ریاست لومړی مرستيال همدارنګه و ویل چې د ملي یووالي حکومت د ښځو حقونو ته ژمن دی او په دولت کې به د دوی ګډون ته لا کار وکړي.پاى- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته