-کابل / دچنګاښ ١٥مه / باختر :
په بلخ ولايت کې بزګره ښځه ملکې وکولاى شول چې په دوو مياشتو کې له يوې شنې خونې څخه اويا زره افغانۍ حاصلات ترلاسه کړي .
ملکه د باميانو د ورث ولسوالۍ اصلي اوسيدونکې او اوس د بلخ ولايت د نهر شاهي ولسوالۍ په سخي کمپ کې ژوند کوي، سخي کمپ د مزارشريف ښار په شل کيلومتري واټن کې موقعيت لري او په تېرو کلونوکې دومره د مرستندويو بنسټونو د پاملرنې وړ نه و .
ملکه د دريو بچيانومور ده او مخکې يې دخپلې کورنى د اړتياو د تامينولو لپاره عوايد نه درلود . خو يوکال مخکې د بڼوالى اومالدارى د ملي پروګرام له لارې د کرنې وزارت د باغچو او شنوخونو د جوړولو تر پروګرام لاندې ونيول شوه
د بڼوالى او مالدارى ملي پروګرام ميرمن ملکې ته دوه شنې خونې جوړې کړې او په کورنى باغچواو شنو خونو کې د سبو د روزنې د څرنګوالې په باب يې لازمې لارښوونې او زده کړې ورته وکړې .
ميرمن ملکه له خپلو زده کړو څخه استفاده وکړه او په يوه شنه خونه کې په چيله يې ډول بادرنګ وکرل .
هغې د دوو مياشتوپه بهيرکې وکولاى شول له دغې شنې خونې څخه څه د پاسه اويا زرو افغانيو په ارزښت بادرنګ وپلوري .
ملکه هيله لري چې د خپل ميړه ترڅنګ د خپلو بچيانو د ښوونې اور وزنې لپاره ښه شرايط برابر کړي .
هغې د کرنې اواوبو لګولو وزارت د فعاليتونوپه ستايلو سره له دغه وزارت څخه وغوښتل چې ميرمنو ته زيات کاري فرصتونه برابر کړي .
د کرنې اواوبو لګولو وزارت د يوې خپرپاڼې په خپرولو سره وايي چې د دغه وزارت د مالدارى او بڼوالى ملي پروګرام د روان ميلادي کال له پيل څخه تراوسه پورې نږدې شپږ زره ميرمنې د خپلو پروګرامونو اوخدمتونو ترپوښښ نيولي دي . ختم _ ج _ اکرم
1 1 دقیقه لوستل