امنیت

نامعلومو وسله‌ والو په پېښورکې یو خبریال په ډزو سره وواژه

نړيوالې خبري منابع باختردليندۍ دمياشتې١٣نيټه :
نامعلومو وسله‌ والوکسانو د خېبر پښتونخوا په مرکز پېښورکې د یوه ځايي ټلوېزیون خبریال په ډزو سره وژلی او تصوير اخیستوونکی یې ټپي کړی دی.   
د پېښورښارد پولیسو په وینا، دغه پېښه د دوشنبې په ورځ د دغه ښارپه رېنګ روډ سیمه کې رامنځته شوې چې په نتیجه کې د (رایل) ټلوېزیون خبریال نورالحسن وژل شوی او تصوير اخیستوونکی ملګری یې ټپي شوی دی.
د خېبر پښتونخوا صوبې د پولیسو مشرصلاح ‌الدین محسود د وسله‌ والو له‌ خوا د خبریال نورالحسن د وژنې د پېښې په اړه له اړوندو ادارو یې د څېړنو غوښتنه کړې.   
له بلې ‌خوا بیا په خېبر پښتونخوا کې د خبریالانود اتحادیې چارواکو په پېښور کې پر خبریال نورالحسن د برید غندنه کړې اوله امنیتي اداروڅخه يې غوښتي دي چې د خبریالانو د ژوند د خوندیتوب لپاره دې ګامونه پورته کړي. 
دا په تېرو دوومیاشتو کې دويم ځل دی چې وسله ‌وال په خېبر پښتونخوا کې په خبریالانو برید کوي.  
له دې مخکې په اکټوبر میاشت کې هم د خېبر پښتونخوا په هریپور سیمه کې یو ځايي خبریال سهیل خان د نامعلومو وسله ‌والو کسانو له‌خوا په ډزوسره  ووژل شو.      
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته