سیاست

د جدي شپږمه د هېواد په سياسي تاريخ کې توره وځ ګڼل کېږي

– کابل /دمرغومې ٦مه /باختر
په افغانستان د سرو ځواکونو د يرغل د کاليزې په اړوند د ملي روغې جوړې د عالي شورا د رياست اعلاميه.
د جدي شپږمه په افغانستان کې د پخواني شوروي د سرو ځواکونو د يرغل او د يرغل پرخلاف د جهاد او د هېواد په معاصر تاريخ کې د خونړيو جګړو له کاليزې سره برابره ده .
د ملي روغې جوړې عالي شورا په دغه اعلاميه کې ويلي دي له نن څخه ٤٠ کاله مخکې د پخواني شوروي يرغلګرو ځواکونو زموږ په هېواد د يرغل سره له ټولو نړيوالو او انساني موازينو پرخلاف افغانستان اشغال کړاو خپل لاس پوڅى حکومت زموږ په ازادو خلکو وټپل .
په افغانستان د پخواني شوروي ځواکونو يرغل او د هېواد پر دين او مقدساتو بريد زموږ د اتلو او سوله غوښتونکو خلکو د سراسري پاڅون او جهاد سبب شو.
د افغانستان خلک په تش لاس خو په ايمان او د الله ( ج ) په توکل سره په معاصر تاريخ کې د اشغال پرخلاف مبارزه تلپاتې پاڅون او ازادي غوښتونکي مقاومت جوړکړ.
خلکو په دې لاره کې زياتې قربانۍ ورکړې او زيات زيانونه يې وزغمل .په سلګونه زره تنه شهيدان شول په زرګونو تنه معلول او په ميليونونو انسانان هجرت ته اړ شول خو د دغو بې شماره قربانيو سره سره زور او اشغال ته تسليم نه شول او د برياليتوب تر لوړو پوړيو پورې تر رسېدو پورې خپلو مبارزو ته دوام ورکړ.
د جدي شپږمه د هېواد په سياسي تاريخ کې يوه توره او ناميمونه ورځ شمېرل کېږي او په هېواد کې د ٤٠ کلنو جګړو پيلنامه ده .له بده مرغه له دغه تېري څخه د زياتو کلونوپه تېرېدو سره اوس هم جګړې په هېواد کې دوام لري . او له خلکو قرباني اخلي په دې مناسبت د افغانستان د خلکو جهاد او مقاومت نمانځو.
د شوروي د اشغالګرو ځواکونو تېرى غندو، او د ازادى اوعدالت لپاره د مبارزې په بېلابېلو پړاونو کې د هېواد ګلګون کفنو شهيدانو روح ته دعا کوو .
د افغانستان خلک له ٤٢ کلنو جګړو وروسته هيله لري چې په هېواد کې سوله اوثبات ټينګ شي . زموږ هڅې دا دي چې دغه برحقه ملي غوښتنه تحقق ومومي اوخلک خپلو هيلو ته چې په هېواد کې پتمنه سراسري او دايمي سوله ده ورسېږي.
ختم- ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته