نړۍ

پوځي مليشو د اوکراين په ختيځ کې د دافع هوا يوه اډه ونيوله.

کيف-ايرنا- باختر د چنګاښ دمياشتې ٩
د اوکراين د دفاع هوا يوه خوځنده دستګاه د مليشو لاس ته ورغله.
باختر آژانس د نړيوالو خبرځايونو له خولې خبر راکړ: دا د اوکراين د دافع هوا دويمه خوځنده دستګاه ده چې په وروستيو ورځوکې د بيلتون غوښتوونکو مليشو ترکنترول لاندې راغلې ده.
لومړنۍ دستګاه په داوطلبانه ډول مليشو ته تسليم شوه، خو هغوى د دويمې اډې د نيولو په لپاره څو ساعته له اوکرايني ځواکونو سره وجنګيدل.
مليشې د دغې سيمې د هوايي حريم د دفاعي پوښښ لپاره د دونتسک د دافع هوا په اډه کې له بوک توغندي څخه استفاده وکړې.
روسي رسنيو په دونتسک کې د ياغيانو له خوا د وسلو د يوې کارخانې د نيولو خبر هم ورکړى دى .
په دې کارخانه کې په عمده توګه لاسي بمونه جوړيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته