ټولنه

د کابل ښار د ديارلسمې ناحيې خلکو او چارواکو له محمدکريم خليلي سره وکتل

کابلباختردجوزا٢١
دکابل ښار د ديارلسمې ناحيې او دګذر وکيلانو د شورا غړو او د خواجه عبدالله انصاري د ښارګوټى دسعادت د شورا غړو نن له غرمې مخکې په جلاجلا توګه د جمهور رييس له مرستيال محمدکريم خليلي سره وکتل او خپلې ځينې ستونزې يې ورسره طرحه کړې.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ: په دې کتنه کې د ديارلسمې ناحيې دګذر د وکيلانو د شورا غړو دکابل ښاروالۍ د کړنو له امله د ناخوښۍ اوشکايت دڅرګندولو په ترڅ کې وويل چې په تيروکلونوکې کابل ښاروالۍ ددغې ساحې خلکو ته ډيره کمه پاملرنه هم نه ده کړې او تراوسه پورې يې په ديارلسمه ناحيه کې هيڅ ښاري اساسي پروژه ګټي اخيستنې ته نه ده وړاندې کړې.
دوى تر ارغندي پورې د شهيد مزاري سړک او د ديارلسمې ناحيې د ودانۍ د جوړولوپه بهيرکې کمزورتيا او په ديارلسمه ناحيه کې د هديرې د سړک دنه جوړولو له امله شکايت وکړ او د دوى ستونزو ته د دولت د مشرتابه هيئت د زياتې پاملرنې غوښتنه وکړه.
د ديارلسمې ناحيې د ګذر د وکيلانو د شورا غړو دغه راز د سړکونوپه تيره بيا د دوازده امام ښارګوټى د سړک د غاړو د ويالواو د بيارغاونې د پلانونو د نه تطبيق ، د فرعي سړکونو د جوړولو او د سيل بر جرونو د جوړولو، په ديارلسمه ناحيه کې د ملي پيوستون د پروژې نا انډوليز والى،د پنځمې اوديارلسمې ناحيې ترمنځ د اوبو رسولو، د پله ويجاړيدل، د بريښنا له نعمت څخه دڅه دپاسه پنځه ويشتو زرو کورنيو بې برخې پاتې کيدل، د قلعه نو دعمومي سړک جوړول او ساتنه، د اتفاق ښارګوټى ښوونځي ته د ودانۍ نشتوالى او دغه راز دصفاښارګوټى دکلينيک لپاره د ځمکې نشتوالى د ديارلسمې ناحيې د خلکو ډيرې مهمې ستونزې او غوښتنې و بللې چې  تراوسه پورې اړوندو ارګانونو پاملرنه ورته نه ده کړې.
دخواجه عبدالله انصاري ښارګوټى د سعادت د شورا غړو هم دکلينيک، بريښنا، سړک او د څښاک د روغتيايي اوبو نشتوالى د دغې ساحې د اوسيدونکو ډيرې مهمې ستونزې وبللې.
په دغوکتنوکې د جمهور رييس مرستيال محمدکريم خليلي د افغانستان دټولو خلکوحقوقو ته په اشارې سره څرګنده کړه: دولتي ادارې موظفې دي چې د دې هيواد د ټولو اتباعو او اوسيدونکو منطقي ستونزو او غوښتنو ته پاملرنه وکړي او حل يې کړي.
دغه راز ده د غونډې د برخه والود غوښتنو دڅيړنې او حل کولو په باب دوى ته ډاډ ورکړ.
دجمهور رييس مرستيال دغه راز په دغو کتنوکې ټينګاروکړ چې له اوسنيو يولړ منفي پديدو څخه د افغانستان د ژغورنې يواځينۍ لاره د علم او پوهې له کاروان سره پيوستون او د هغو د زده کړې په لاره کې هلې ځلې دي. 
ده دغه راز په را روانو انتخاباتوکې دخلکو شتون او رول مهم اوستر و بلل اوټينګار يې وکړ چې ټول بايد په ګډه په يوه ملي نظر سره د هغو هرکلي ته ورشو او هلې ځلې و کړو چې خپله را تلوونکي له پخوا څخه ښه کړو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته