امنیت

په ننګرهارکې د يو بم د چاودنې له امله درې ورونه شهيدان شول

دجلال آباد ښار باختردتلې د مياشتې ٢٢ نيټه  :
په ننګرهار ولايت کې د يو بم د چاودنې له امله درې ورونه شهيدان شول.
په دې پيښه کې د دغې کورنۍ يو بل ورور ټپي شوى دى.
دغه  چاودنه پرون ناوخته د دغه ختيځ ولايت مرکز جلال آباد ښار په جنوب ختيځ ګې رامنځته شوه.
د را رسيدلو خبرونو له مخې: بم د دغو ورونو د سپرلۍ په سوزکي موټرکې ځاى پرځاى کړاى شوي وو.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې       په دې په دې چاودنه کې درې ورونه شهيدان او څلورم ورور ټپي شوى دى.
ده وويل چې ددغه بمي بريد د عاملانو د پيژندنې او نيولو لپاره پلټنې پيل   شوې دي.
دوه ورځې مخکې هم وسله والو طالبانو په ننګرهار ولايت کې په يوه ريکشاکې د بم په ايښودلو سره دوه تنه ملکي وګړي شهيدان کړل.
پاى ف ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته