کابل، د زمري ۵ مه، باختر
د پکتیا پوهنتون د استاد پوهنمل دکتور شهزاد ګل احمدزي د مړینې په مناسبت د لوړو زده ګړو وزارت د خواخوږۍ او همدرۍ پیغام.
په ډېرې خواشنۍ مو خبر ترلاسه کړ چې د پکتیا پوهنتون استاد پوهنمل دکتور شهزاد ګل احمدزی د ژوند پور پرې کړ.
د لوړو زده کړو وزارت مشر تابه پلاوي د ارواښاد کورنۍ، دوستانو، خپلوانو او په ځانګړې توګه د لوړو زده کړو کورنۍ ته د خپلې خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب وړاندې کوي او د لوی څښتن تعالی له درباره ارواښاد استاد ته د فردوس جنت غوښتنه او خپلوانو او دوستانو ته یې د زړه صبر غواړي.
ع