سیاستخبرونه

د ترکيې د عالمانو پلاوي د افغانستان له اسلامي امارت څخه ملاتړ څرګند کړ

کابل، د لړم ۴مه، باختر

د ترکيې د دیني عالمانو یوه پلاوي کابل ته د سفر په ترڅ کې د بهرنیو چارو وزارت له چارسمبالي مولوي امیرخان متقي سره وکتل.

په دغه ناسته کې په افغانستان کې په راغلي اسلامي نظام او امن خوښي څرګنده او د اسلامي امارت د بري راز یې د هغوی یووالی او تقوی وبلله.

له ترکیې څخه راغلو دیني عالمانو همدارنګه ژمنه وکړه، چی په افغانستان کې د ښه امنیت، اسلامي نظام او شته فرصتونو ريښتينی انځور به د نړۍ مسلمانانو ته ورسوي.

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي مولوي امیرخان متقي د عالمانو  پلاوي ته د هرکلي ترڅنګ افغانستان ته د دوی راتګ ګټور وباله او د ترکيې او افغان ولسونو او دیني عالمانو ترمنځ یې په قوي او دوامداره اړیکو ټینګار وکړ.

د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د نړۍ په ګوټ ګوټ کې یو شمېر دیني عالمانو د افغانستان له اسلامي امارت څخه ملاتړ څرګند کړی و.

افغانمل

 

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا