۱۰۰ ورځې

تر نن ورځې پورې په سلو کې اته اتيا رايې پاڼې پلټلې شوې دي

کابل باخترد وږي دمياشتې  ١٠  :
دانتخاباتو دخپلواک  کميسيون ويندوى هيله کوي چې  دجمهوري رياست دانتخاباتو درايو پاڼو دپلټنې بهير په ډيرلنډممکن وخت کې پاى ته ورسيږي او دانتخاباتو دنتيجو داعلامولو لپاره  زمينه برابره شي .
دباختر آژانس  دخبريال دخبرله مخې  :   ددغه کميسيون ويندوى نورمحمد نور  نن غرمه په يوه  خبري غونډه کې درايو پاڼو دپلټنې دبهير دوروستيو پرمختياو په باب خبريالانو ته معلومات ورکړل.
ده وويل :  چې درايو پاڼو دپلټنو دبهير له پيل څخه تراوسه پورې  په سلو کې  اته اتيا رايې پاڼې پلټلې شوې دي او هيله کيږي چې دغه بهير  په ډير لنډممکن وخت کې پاى ته ورسيږي.
دنور  دڅرګندونوله مخې :  ددوه ويشتو زرو اته سوه اته ويشتو  صندوقونوله جملې څخه  نوولس زره اووه سوه يو پنځوس صندوقونه پلټل شوي دي يوازې درې زره   اووه اويا صندوقونه پاتې دي  اودپاتې صندوقونو پلټنه به  ډيرمحدود وخت ونيسي .دانتخاباتو دخپلواک  کميسيون ويندوى پلټلې شوې  رايې په سلو کې اته اتيا بولي چې کولاى شو ووايو  چې دغه کار مخ په پاى ته رسيدو دى.
درايو پاڼو دپلټنې په بهيرکې  ملي او نړيوال کتوونکي او دانتخابانو دخپلواک  کميسيون کارکوونکي ګډون لري .
دنورمحمد نور دڅرګندونوله مخې : که څه هم  په دې بهېرکې ددواړو نوماندانو استازي ګډون نلري خو دغو ټيمونو ته دهرې ورځې په پاى کې دکميسيون دکار  دنتيجو په باب معلومات ورکول کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته