امنیت

په فيض آباد کې د وسله والوکسانو په تګ راتګ بنديز ولګول شو

فيض آباد/ باختر دوږي شپږمه :
د بدخشان ولايت د مرکز فيض اباد د ګارنيزيون قوماندان په دغه ښارکې دوسله والوکسانو او د توروښيښو لرونکو موټرو په تګ راتګ بنديز ولګاوه .
د پامير په شلمې فرقې پورې اړوند د دويمې پلې لوا قوماندان ډګروال محمد نعيم مجيدي په يوه خبري غونډه کې وويل چې له دې وروسته  هيڅ زور واکي ته له وسلو او د تورو ښيښو له لرونکوموټروسره دتګ راتګ اجازه نه ورکول کيږي.
ده وويل چې د فيض آباد اوسيدونکو د سر او مال د امنيت د تامينولو او مصوونيت په موخه دى په دې پکار ژمن دى او هيڅ زورځواکي ته به اجازه ورنه کړي چې د دغه ښار د امنيت په تامينولوکې د فيض آباد ګارنيزيون د فعاليت مخه ونيسي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته