سیاست

ستر وزير داستراليا له سفير سره وکتل

کابل باختر دکب لسمه
دافغانستان داسلامي جمهوريت ستر وزيرهدايت امين ارسلا پرون وروسته  داستراليا له نوى سفير جان فليپ  سره  دپيژندګلوۍ کتنه وکړه .
دباختراژانس دخبر له مخې، په دې کتنه کې  دافغانستان داسلامي جمهوريت ستر وزير  وويل چې دافغانستان دولت او خلک په وروستى لسيزه  کې داستراليا دمرستو له امله قدردانى کوي او هيله لري چې دغه مرستې له ٢٠١٤کال وروسته هم دوام وکړي .
  وروسته دغه سفير په افغانستان کې د دندې له امله خوښي څرګنده کړه او وي ويل چې هلې ځلې به وکړي چې دافغانستان له حکومت  سره   په هلوځلو کې دافغانستان دخلکو دثبات او سوکالۍ لپار ه زياتې همکارى وکړي .
دغه راز دواړو لورو په ارزګان ولايت کې له استراليايي ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته دامنيتي مسووليتونو دسپارلو او له  ٢٠١٤ کال وروسته دملي پوليسود ښوونې او روزنې په برخه کې دهمکاريو ددوام ، دهغو ژمنو په باب چې دتوکيو په کنفرانس کې دافغانستان او نړيوالې ټولنې ترمنځ شوې وه دراتلونکو انتخاباتوښې حکومتوالى  او داقتصادي او ټولنيز ودې دپلانونو په باب خبرې وکړې .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته