امنیت

په بالابلوک کې د ٧ طالبانو وژل کېدل

فراه باختر/ د چنګاښ ٩مه
اووه وسله وال طالبان نن په فراه کې له پوځيانو سره په جګړه کې ووژل شول .
د فراه د دويمې لوا وياند حشمت الله احمدي د باختر آژانس خبريال ته وويل:             وسله والو طالبانو د بالابلوک ولسوالۍ په شيوان کلي کې د ملي اردو پر پوستو بريدونه وکړل چې د ملي اردو د دويمې پلي لوا د ځواکونو له مقاومت سره مخ شول، ۷وسله وال طالبان ووژل شول او ۱۳ نور یې ټپيان شول.
په نښته کې پوځيانو ته د سر زيان نه دى اوښتى.
پاى ذ  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته