TOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د ترکیې غونډه او لاپر ځای پرتې ستونزې

کابل / د وري ۲۵ مه / باختر
د ترکیې غونډې جوړوونکو لوریو (ترکیه، قطر او ملګري ملتونه) پرون وویل چې د ترکیې غونډه د اپرېل پر ۲۴مه پيل کېږي او د مې تر څلورمې دوام مومي؛ خو له بده مرغه دغې ناستې ته د چمتووالي بهیر لا ټکنی دی او ګڼې ستونزې پرځای پاتې دي.
د باختر آژانس مفسر دا موضوع څېړلې ده او لیکي: د ترکیې غونډې د نېټې په اړه پرون ټولو پوښتنو او شکونو ته د پای ټکی کېښودل شو. د دغې غونډې جوړوونکو وویل چې غونډه د اپرېل پر ۲۴ مه پيل کېږي او د می تر ۴مې دوام مومي.
ډاکتر زلمي خلیلزاد څو ورځې په کابل کې تېرې کړې او دلته یې له جمهوررییس او نورو افغان سیاستوالو سره وکتل. څو خبرې د ترکیې له ناستې سره تړاو لري.
لومړۍ او مهمه خبره د طالبانو او امریکایانو ترمنځ په دوحه کې کال وړاندې لاسلیک شوې موافقه ده چې له مخې یې باید امریکایي سرتېري د مې تر لومړۍ له افغانستانه په بشپړ ډول ووځي. د موافقې د دغه حکم په اړه شکونه هغه مهال ډېر شول چې ټرامپ انتخابات بایلودل او جو بایډن د امریکا جمهوررییس شو.
پرون واشنګټن پست خبر ورکړ چې بایډن به امریکایي سرتېري د روان زېږدیز کال د سپټمبر تر ۱۱مې له افغانستانه وباسي. د راروان سپټمبر ۱۱مه د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱ مې پېښو چې القاعدې د نیویارک د نړیوال سوداګریز مرکز پر برجونو برید وکړ، له شلمې کالیزې سره برابره ده. د واشنګټن پست د رپوټ له مخې، بایډن به خپله دغه پرېکړه نن په رسمي ډول اعلان کړي.
طالبانو هم د بایډن د دغې پرېکړې په اړه غبرګون وښود او ویاند یې پرون په خپل ټویټر کې ولیکل تر هغو چې امریکایي ځواکونه نه وي وتلي، دوی به د افغانستان په اړه په هېڅ کوم کنفرانس کې ګډون ونه کړي. تر دې وړاندې هم طالبانو ویلي وو چې دوی د اپرېل پر ۱۶مه په ترکیه کې جوړېدونکې غونډې ته چمتووالی نه لري.
د طالبانو وروستی ټویټ دا مانا لري چې هغوی د ترکیې په غونډه کې ګډون نه کوي. د طالبانو له ګډونه پرته د ترکیې ناسته خپل اصلي مفهوم له لاسه ورکوي. دا چې امریکا، قطر، ترکیه او ملګري ملتونه به څنګه وکولای شي له خپل سیاسي او دیپلوماتیک نفوذ او فشاره کار واخلي او طالبان اړ کړي چې په غونډه کې ګډون وکړي، دا به په راروانو ورځو کې جوته شي. دا باید ومنو چې د طالبانو ګډون په دې غونډه کې ډېر مهم دی. طالبان د روانې شخړې یو لوری دی او د دغه لوري له ګډونه پرته د ترکیې ناسته کومې مثبتې پایلې ته رسېدای نه شي، داسې پایلې ته چې هغه دې په افغانستان کې تلپاتې سولې ته په رسېدو کې مرسته وکړي.
دویمه ستونزه د جمهوریت په حوزه کې ده او هغه دا چې د جمهوررییس دویم مرستیال سروردانش د طرحو د توحید کمېټې پر وروستۍ طرحې کلکه نیوکه کړې ده او هغه یې د یو ګوند طرحه بللې ده. محمد یونس قانوني چې د طرحو د توحید کمېټې مشري یې کوله، د سرور دانش د دغو نیوکو په ځواب کې ویلي دي چې په توحید شوې طرحه کې د ټولو لوریو نظریات راغبرګ شوي دي.
سرور دانش بیا د قانوني پر خبرو نیوکه کړې ده او توحید شوې طرحه یې نیمګړې بللې ده. دا چې د دغو دوو مطرحو سیاستوالو نیوکې به تر کومه دوام مومي، جلا خبره ده؛ خو دغو نیوکو او ناندریو یو ټکی په ډاګه کړ او هغه دا چې د جمهوریت په حوزه کې هم لا ګډ او واحد دریځ نشته او دا هغه څه دي چې د ترکیې په ناسته کې د جمهوریت لوري دریځ کمزوری کولی شي.
اړتیا ده چې د جمهوریت لوری له یوې واحدې طرحې سره ترکیې ته لاړ شي، له دې پرته به واحدې پرېکړې ته رسېدل ګران وي.
پای/ن.ش

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا