امنیت

په هرات کې دسيلاونو دراوتلو له امله دوه تنه ووژل شول .

کابل باختر دوري  يوولسمه :
دهرات ولايت دادرسکن او پشتون زرغون ولسواليو کې دسيلاونو له امله دسر زيانونه او مالي تاوانونه اوښتي دي .  
دهرات دوالي وياند جيلاني فرهاد وايي په ادرسکن ولسوالۍ کې دسيلاونو دراوتلو له امله ددغې ولسوالۍ دوه تنه اوسيدونکي ووژل شول .
ده وويل په دغوسيلاونو کې څه ناڅه پنځه سوه څاروي  هم له منځه تللي دي .
ښاغلي  فرهاد زياته کړه  په دغې ولسوالۍ کې سيلاونه داستوګنې څلور سوه  کورونه او دوه سوه جريبه کرنيزې  ځمکې ويجاړې کړي دي .
دغه راز په خبرونوکې ويل شوي دي چې په پښتون زرغون ولسوالۍ کې هم داسوګنې دولس کورونه او ديرش جريبه ځمکه ويجاړه شوې ده 
ديادونې وړ ده دتيرو دوو ورځو په بهير کې  دهرات ښار څلور تنه اوسيدونکي هم دسيلاونو دراوتلو له امله ټپيان او تر درملنې لاندې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته