ټولنه

دپست نړيواله ورځ ونمانځل شوه .

کابل – باختر د تلې دمياشتې ١٩
د اکتوبر نهمه د پست نړيواله ورځ نن دمخابراتو او معلوماتي تکنالوژي له خوا ونمانځل شوه.
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې په هغې غونډه کې چې له همدې امله دمعلوماتي تکنالوژي په انستيتوت کې جوړه شوې وه دمخابراتو او معلوماتي تکنالوژي وزارت تخنيکي معين او سرپرست ديپلوم انجينير بريالي حسام خبرې وکړې او ويې ويل : پست او د پستى رسول له پخوا وختونو څخه دافرادو ترمنځ د اړيکو په برخه کې موجودو او دمعلوماتي تکنالوژي له پرمختګونو سره سره اوس هم پست په انساني ټولنه کې لوړ مقام لري او زياتره انساني ټولنې له پخوا څخه تراوسه پورې له پست څخه د ارتباطي وسيلې په توګه استفاده کوي .
ده زياته کړه دافغانستان دپست اداره چې دپست دنړيوال مارکيټ يوه برخه ده دافغان پست له رياست او پنځو کورنيو خصوصي شرکتونو څخه جوړ شوى دى چې دپستى خدمتونو او پستى رسولو په برخو کې له نړيوالو معيارونو سره سم په مصونيت او محرميت ډول فعاليت کوي دمخابراتو او د معلوماتي تکنالوژي وزارت دتخنيکي معين دڅرګندونو له مخې دغه وزارت هلې ځلې کوي چې دپست دنړيوال مارکيټ له بدلونونو سره جوخت په هيواد کې دپستى فعاليتونو لپاره زمينه  برابره کړې.
لکه څنګه چې ٤٦٣ پسته خانې او پنځه ديرش زره پست بکسونه يې د اړتيا لرونکو داستفادې په مقصد فعال ساتلي دي چې دپست او د پستى رسولو دخدمتونو له پلوه د روان کال له پيل څخه تراوسه پورې سل مليونه اته سوه زره افغانۍ د دولت خزانې ته تحويلې شوې دي.
په دې غونډه کې دپست دخصوصي شرکتونو يو شمير مسولينو او استازو هم خبرې وکړې او په افغانستان کې يې دپستى خدمتونو دښه والې لپاره يو لړ پيشنهادونه وړاندې کړل .
دپست دنړيوالې اتحاديې غړو د ١٩٦٩ کال د اکتوبر دمياشتې نهمه نيټه دپست دنړيوالې ورځې په توګه وټاکله.
افغانستان په ١٩٢٨ م کال کې دپست دنړيوالې اتحاديې غړيتوب ترلاسه کړ او له هغه وخت څخه ددغې اتحاديې دفعال غړي په توګه پاتې شو او هر کال دغه ورځ دپستى خدمتونو ښه والى ته دپاملرنې په توګه نمانځي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته