(PS)سیاست(PS)خبرونهTOP(PS)

د ترکیې په ولسمشریزو ټاکنو کې د رجب طیب اردغان د بریا ‏په مناسبت د افغانستان اسلامي امارت د ریس الوزرا ملا محمد حسن اخند د مبارکۍ پیغام

کابل، د غبرګولي ٧مه، باختر
ښاغلي جلالتمآب رجب طیب اردوغان ته د ترکیې د انتخاباتو په دوهم پړاو کې د بریا، او د ترکیې د منتخب ولسمشر په توګه بیا انتخابېدو مبارکي وایم، له الله جل جلاله څخه هيله لرم چې ترکیې هېواد ته، چې په سیمه او نړې کې ځانګړی اهمیت لري لا قوت، ثبات او د دین خدمت ور په برخه کړي.
د افغانستان او ترکیې د ولسونو ورورګلوي او دوستي دې تل او دوامداره وي.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا