ښوونه او روزنه

د لوړو زده کړو وزارت د ۱۳۹۶- ۱۳۹۷ کال د کانکور آزموینې مخکښان او د کانکور آزموینو ریاست کارکوونکي وستایل

کابل باختر د زمري د مياشتې١٥نيټه :
د لوړو زده کړو په وزارت کې د سږ کال کانکور د آزموینې اول نمره ځوانانو د ستاینې په ویاړغونډه جوړه شوې وه چې پکې یادو ځوانانو ته د لوړو زده کړو د وزیر له خوا د مبارکۍ تر څنګ یو شمېر ډالۍ هم ورکړل شوې.
د لوړو زده کړو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې چې د لوړو زده کړو وزارت رهبري پلاوي، د پوهنتونونو استادانو، د آزموینې ریاست مسوولینو، د آزموینې اول نمره ځوانانو کورنیو غړو او د دغه وزارت ګڼ شمېر کارکوونکو ګډون کړی و، د لوړو زده کړو وزیر پوهنمل دوکتور نجیب الله خواجه عمري، د سږ کال کانکور آزموینه د تیرو کلونو په پرتله یوه پاکه او رڼه آزموینه وبلله او وویل: په سږنۍ آزموینه کې حق حقدار ته سپارل شوی او هیڅ ډول درغلي په کې نه ده شوې.
نوموړي په ټول هېواد کې په بریالیتوب سره د کانکور آزموینو پروسې د بشپړولو له امله، د آزموینو ریاست له مسوولینو او ټولو هغو استادانو څخه چې د یادې پروسې په بشپړولو کې هڅې کړي مننه وکړه او د دغې پروسې روڼتیا یې د ټول ملت لپاره ویاړ وباله.
د لوړو زده کړو وزیر وویل: سږ کال سربېره پر کانکور عمومي آزموینې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو، ملي تدارکاتو، الکترونیکي تذکرو، نظامي اکاډمۍ آزموینې هم په خورا شفاف ډول د آزموینو ریاست له خوا واخیستل شوې.
د لوړو زده کړو وزیر وویل: د سږ کال کانکور آزموینې له اول نمره تر پنځم نمره کامیابانو لپاره یې تحصیلي بورسونه په نظر کې نیولي او په خپل وخت سره به یې د بهرنیو هېوادونو تحصیلي بورسونو ته ور وپیژني.
په غونډه کې د آزموینې اول نمره تهمینې پاینده د سږ کال کانکور آزموینه یوه رڼه آزموینه وبلله او په دې برخه کې یې د لوړو زده کړو وزارت په ځانګړې توګه د آزموینو ریاست له مسوولینوڅخه مننه وکړه.
د غونډې په پای کې د آزموینې پنځو تنو اول نمره ګانو ته د لوړو زده کړو وزارت رهبري پلاوي له خوا ستاینلیکونه او لپ ټاپ کمپیوټرونه او همدارنگه آزموینو ریاست کارکوونکو ته هم ستاینلیکونه ورکړل شول.
پای – ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته