
کابل، د وري ۷مه، باختر
پرون د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د عالیقدر امیرالمؤمنین شيخ القران و الحديث مولوي هبةالله اخندزاده حفظه الله په لارښوونه ترسره شوه.
دغه غونډه د پخوانيو غونډو په دوام (دريمه غونډه) د تشکيلاتو او معاشونو تنظيم کمېسيون غړو او د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه مقام دفتر استازي مولوي احمد جان بلال په حضور کې د اقتصاد وزارت سرپرست قاري دين محمد حنيف او د اقتصادي کمېسيون استازي د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت سرپرست ملا حميدالله اخندزاده، د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزيزي، د کابل ښاروال مولوي عبدالرشيد، د ماليې وزارت د ګمرکونو معین حاجي ملا ناصر آخند او د ياد وزارت تخنيکي او مسلکي متخصيصينو، د فوايد عامې وزارت تخنيکي مرستيال عبدالکریم فاتح، د سوداګرۍ او پانګونې خونې استازي محمد يونس مومند، د صنايعو او کانونو خونې رئيس شېرباز کمين زاده، د کسبګرو خونې سرپرست شيرين اغا سخي، د تازه مېوو د اتحاديې رئيس حاجي اختر محمد احمدي د تېلو او ګازو دولتي شرکت رئيس انجنير محمد نصير رحيمي او د صرافانو، زرګرانو او تېل پلورونکو اتحاديې استازو په ګډون ترسره شوه.
په غونډه کې د ټاکل شوې تخصصي کمېټې پر راپور؛ پر زرګرانو، صرافانو، پوهنتونونو او خصوصي ښوونځيو، مېوه پلورونکو، قالين پلورونکو او تېل پلورونکو (د تېلو ټانګونه)، جوازونو اخيستلو پروسه کې د آسانتياوو پر رامنځته کولو، د سوداګرو، صنعتکارانو او د کسبګرو هڅونې او ورته د ځانګړې پاملرنې په اړه هر اړخيز بحث وشو او په پای کې د کمېسيون له لوري د يادو مواردو په اړه لازم تصميمونه ونيول شول.
افغانمل