امنیت

د هېواد په ختیځ کې د شل تنو ډار اچوونکو وژل کېدل

اسعد اباد باختر د لیندۍ ۲۴ مه د کونړ ولایت په شلتن ولسوالۍ کې د پوځې عملیاتو په ترڅ کې دالقاعده شبکې او وسله والو طالبانو ۲۰ تنه وژل شوي دي. د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم دجمعې په ورځ باختر اژانس ته وویل چې، تېره شپه د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د شلتن ولسوالۍ په سونو کې عملیات کړې چې په کې د القاعده شبکې او وسله والو طالبانو ۲۰ تنه وژل شوي دي. دى وایی په وژل شویو کسانو کې ۵ بهرنیان او د طالبانو مهم کسان هم شامل دي. مصمم وایی په دغو عملیاتو کې ولسي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېریی ورته نه دی معلوم. خو د کونړ د عامې روغتیا رئیس ډاکتر عزیزالرحمن ساپی بیا وایي چې دوی ته دعملیاتو له سیمې څخه ۱۵ تنه ټپیان راوړل شوي چې زیات یې ښخې او ماشومان دي.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته