سیاستخبرونهټولنه

د تصفيې کمېسیون د پاسپورت په ریاست کې خپلې چارې پیل کړې

کابل، د تلې۱۲مه، باختر

د اسلامي امارت د تصفیې کمېسیون د پاسپورټ په عمومي ریاست کې خپلې چارې پيل کړې.

د یاد کمېسیون پلاوي تېره ورځ د پاسپورټ ریاست له کارکوونکو سره وکتل او هلته يې د ټاکل شویو اصولو پر بنسټ د تصفیې چارې پیل کړې.

د دغه کمیسیون مسوولینو د پاسپورټ ریاست له کارکوونکو سره د لیدنې په ترڅ کې وویل چې د یاد کمیسیون موخه د اسلامي امارت د لیکو تصفیه او پدې برخه کې دوی ژمن دي چې د مشرتابه له لوري ورسپارل شوی مسوولیت په ښه ډول تر سره کړي.

دغه راز د یاد کمیسیون مسوولینو د پاسپورټ ریاست کارکوونکو ته د تصفیې په راون بهیر کې لازمې لارښونې او په بېلابېلو برخو کې یې اړین مالومات ورکړل.

د یادونې وړ ده، چې د تصفیې کمېسیون په دې موخه جوړ شوی، چې د اسلامي امارت په لیکو کې نا مطلوب کسان په نښه او لري کړي، چې تر دې دمه يې سلګونه هغه کسان چې د اسلامي امارت له نوم او خپل موقف څخه ناوړه ګټه پورته کوله له دندو ګوښه کړي دي.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا