کابل باختردکب دمياشتې ٢٩ :
په ننګرهارولايت کې دماين دچاودنې له امله پرون دپوليسو دوه تنه ساتمنان ټپيان شول .
دشمشاد د ٢٠٢ ساحوي زون دقوماندانۍ مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ وسله والو مخالفينو يو ريموټ کنټرول يو ماين دسره رود و لسوالۍ دفتح اباد په ساحه کې ښخ کړي چې ددغې ولسوالۍ دامنيې قوماندانۍ ديو رنجر موټر دتيريدو په وخت کې وچاوديد چې له امله يې ددغې واسطې دوه تنه سپرلۍ ټپيانې شوي.
ديوبل خبرله مخې دپوليسو منسوبينو پرون دوه ماينونه چې دوسله والو مخالفينو له خوا دننګرهار ولايت د خوږياڼيو ولسوالۍ په مربوطاتو کې ښخ کړي شوي و کشف اوشنډکړل .
0 د یوې دقیقې څخه لږ