امنیت

پنځلس ماينو نه کشف شول

کابلباختر د ميزان ٢
دملي اردو منسوبينو نن په هلمند ولايت کې د امنيتي دندو په بهيرکې پنځلس ماينونه کشف اوشنډ کړل.
دملي دفاع وزارت مطبو عاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: وسله والو مخالفينو دغه ماينونه د هلمند ولايت دسنګين ولسوالۍ په بيلا بيلوبرخو کې ځاى پرځاى کړي و چې د ملي اردو دمنسوبينو له خوا کشف اوشنډ شول.
دغه رازدملي اردو منسوبينو د هلمند ولايت دسنګين ولسوالۍ په مربو طاتوکې د نوروعملياتو په بهيرکې يوسلو پنځوس کيلو ګرامه چاوديدونکي توکي کشف اوشنډ کړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته