سیاستخبرونهټولنه

د تفتیش عالي اداره: د سل سلنه بشپړو شویو پروژو تخنیکي، مالي او تدارکاتي اسناد څېړل کیږي

کابل، د لړم ۲۳مه، باختر

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست مولوي حمدالله نعماني د تفتیش عالي ادارې د عامه پروژو د ریاست له مسؤلینو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

لومړی د تفتیش عالي ادارې د عامه پروژو د ریاست مسؤلینو د خپلو کړنو او فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه، چې د تفتیش عالي اداره یوه له هغو ادارو څخه ده، چې تفتیش او څېړنه په مسؤلانه، بې پرې، خپلواکه او د دغې ادارې د قوانینو په نظر کې نیولو سره تر سره کوي.

د تفتیش عالي ادارې د عامه پروژو د ریاست مسولینو وویل دوی د هغو پروژو، چې کارونه یې سل سلنه بشپړ شوي څېړنه کوي او په وینایې په دغه څېړنه کې مالي، تدارکاتي، پالیسي او پلان برخې شاملې دي.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست مولوي حمدالله نعماني، د تفتیش د عالي ادارې لخوا د عامه پروژو او نورو پروژو د تفتیش او څېړنې ملاتړ وکړ او ډاد یې ورکړ، چې وزارت به یې د تفتیش د عالي ادارې سره د څېړنو په برخه کې بشپړه همکاري وکړي.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا