سیاست

د کورنيو چارو وزير وسله وال مخالفين سولې ته راوبلل او جګړه مارانو ته يې خبر دارى ورکړ

کابل –باختر د زمري دمياشتې ٢٧
د کورنيو چارو وزير له وسله والو مخالفينو څخه وغوښتل چې تاوتريخوالي  پاى ته ورسوي او د سولې له بهير سره يوځاى شي.
د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې :
د کورنيوچارو وزير نورالحق علومي چې نن يې په کابل کې په يوه خبري غونده کې خبرې کولې؛ څرګنده کړه: د هيواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو جشن ښه فرصت دى چې موږ د پوليسو د زرګونو تنو منسوبين چې د ثبات د اعاده کولو او د خلک د آرامۍ په خاطر هلې ځلې او مبارزه کوي؛ وستايو.
د ده د څرګندونو له مخې: ټاکل شوې ده د هيواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د ٩٦ يمې کاليزې په وياړ د پوليسو په زرګونو تنه منسوبين وستايل شي.
ښاغلي علومي په يو څرګند پيغام کې له وسله والو مخالفينو څخه وغوښتل چې له تاوتريخوالى څخه دې لاس واخلي.
ده د طالبانو د مشر ملاعمر د مړينې يادونه وکړه چې له کوم برخليک سره مخامخ شو. د هغه برخليک کولاى شي د طالبانو د نورو غړو لپاره هم داسې وي.
علومي وسله وال مخالفين سولې ته راوبلل او په همدې حال کې يې خبردارى ورکړ: هغه کسان چې وغواړي د خلکو وژنو او د هغوى د ويني تويولو ته دوام ورکړي؛ د امنيتي ځواکونو له ځپنده ګوزار سره به مخامخ شي.
دغه راز د کورنيو چارو وزير په دې خبري غونډه کې په کابل او د هيواد په ځينو نورو سيموکې د امنيتي پروګرامونو په باب معلومات ورکړل او په هيوادکې يې د ثبات د ادعاده کولو په لاره د امنيتي پروګرامونو په اړوند معلومات ورکړل او په هيوادکې يې د ثبات د اعاده کولو په خاطر د پوليسو د هلوځلو يادونه وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته