امنیت

ناپيژندل شويو وسله والو کسانو دوو تنو پوليسانو ته مرګ ژوبله واړوله

-کابل – باختر د وږي دمياشتې ١٧
د ترافيکو يو پوليس نن سهار په غزني ولايت کې د ناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا شهيد او يو بل پوليس ټپي شو .
د غزني د والي ويندوى شفيق ننګ دباختر آژانس خبريال ته وويل: يرغلګرو له بې غږه وسلې څخه په استفادې سره د ترافيکو يو پوليس د غزني ښار د درې يمې امنيتي حوزې په مربوطاتوکې شهيد او يوبل ترافيک يې ټپي کړ.
د خبرځاي د څرګندونو له مخې: يرغلګر له ساحې څخه تښتيدلي او د امنيتي ځواکونو تر څارنې لاندې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته