کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ٢١
د ملي شورا دمشرانو جرګې درييس فضل هادي مسلميار له خوا دايران د اسلامي جمهوريت دانقلاب دپنځه ديرشمې کاليزې په مناسبت ددغه هيواد داسلامي شورا دمجلس د رييس ډاکتر علي لاريجاني په نامه دمبارکۍ پيغام ليږل شوى دى .
دمشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
په پيغام کې په افغانستان کې بيارغاونې ، سوداګرۍ ، زده کړې ، له تروريزم
سره دمبارزې او دسولې او ثبات دتامينولو په برخو کې د دوست او ګاونډي هيواد د رول له امله قدرداني شوې ده او د دواړو هيوادونو اړيکو د لازيات ټينګښټ او دهمکاريو پراختيا باندې ټينګار شوى دى .
1 د یوې دقیقې څخه لږ