امنیت

پنځه تنه ډار اچوونکي په فراه کې ووژل شول

کابل/ باختردسلواغې دمياشتې ١٥نيټه :
پنځه تنه ډاراچوونکي تېره شپه د فراه ولايت په خاک سفيد ولسوالۍ کې د کومانډو ځواکونو په عملياتو کې ووژل شول .
باختر آژانس د ملي دفاع وزارت د خبرپاڼې له مخې خبر راکړ:
د ملي اردو د کومانډو ځواکونو تېره شپه د فراه ولايت د خاک سفيد ولسوالۍ په مربوطاتوکې د ډار اچوونکو په يوه پټنځي بريد وکړچې له امله يې ۵ تنه تروريست طالبان ووژل شول، دوه تنه ټپيان او ۱۲ تنه نور ډار اچوونکي ونيول شول .
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته