سیاست

تبصره

کابل باختر د لړم شپږ ويشتمه :
دپاکستان داردو لوى درستيز  جنرال راحيل شريف پرون دپنځه ورځني سفر لپاره امريکا ته روان  شو او دپاکستاني رسنيو دڅرګندونو له مخې ، دافغانستان  دسولې بهير او دسيمې امنيتي مسئلې به دجنرال شريف او دامريکايي مقاماتو دخبرو محور وي .
دباخترآژانس مبصر ليکي ، دپاکستان داردو لوى درستيز جنرال راحيل شريف پرون له امريکايي مقاماتوسره ديولړ خبرو دترسره کولو لپاره دغه هيوادته روان شو .
شريف به پنځه ورځې په امريکاکې  تيرې کړي او په دې موده کې به له امريکايي مقاماتوسره په افغانستان پورې داړوند مسئلو ، په دغه هيواد کې دسولې دبهير او په قبايلي سيمو کې د پاکستاني طالبانو پرخلاف ددغه هيواد  داردو دعملياتو په ګډون  دامنيتي  مسئلو په باب خبرې وکړي .
امريکا ته دپاکستان ددغه جګپوړي  پوځي مقام سفر په افغانستان او سيمه کې د ډار اچوونکوفعاليتونوله زور اخيستو وروسته ترسره کيږي هغه فعاليتونه ته چې ښيي پاکستان دپخوا په شان  دهغو ترشا ولاړدى او دپاکستان پرخلاف  دسيمې او نړۍ په کچه جدي نيوکې شتون لري چې ددغه هيواد تجديد يې جدي کړى دى .
  پاکستان دهغو فشارونو دکمښت په خاطر چې دنړيوالې  ټولنې له خوا دغه هيواد ته متوجه دي خپلو ديپلوماتيکي هلوځلو ته زور ورکړى دى .
دپاکستان صدراعظم  نوازشريف څو ورځې مخکې امريکا ته سفر وکړ .
دى دغه راز په پام کې لري چې په ډير لنډ ممکن وخت کې ازبکستان ، هغه هيواد ته چې ادعا لري يوشمير  هيوادوال يې دپاکستان په قبايلي سيمه کې دترور او وحشت لارې چارې زده کوي  ، سفر وکړي .
دغه راز اسلام اباد څو ورځې مخکې دتاجکستان  دجمهور ريس امام علي رحمان کوربه و او اوس راحيل شريف امريکا ته ځي داټول ددې څرګندوي دي چې پاکستان دخپلې ديپلوماتيکي  جبهې  دپياوړتيا په لټه کې  دى چې بيا هم ځانته ددې فرصت پيداکړي او بيا هم اوسنى حالت دځان په ګټه وڅرخوي .
  لکه څنګه وويل شول دافغانستان دسولې بهير او حالت دراحيل شريف دخبرو محور دى .
په داسې حال کې چې په افغانستان کې سوله دپاکستانيانو په نظر يو سليقوي نظر دى او ددغه  هيواد له ستراتيژيکي پروګرامونوسره پيوند لري .
په دي وروستيو وختو کې کې دپاکستان دسنامجلس  يوه مخور غړي څرګنده کړه چې  ګنې افغان طالبان داسلام اباد لپاره   کوم خطر نه دى او دا دافغانستان دولت دى چې بايد دهغو تر څنګ ودريږي دغه شان خبرې پخوا ديوشمير نورو پاکستاني مقاماتو له خولې هم اوريدلې شوې دي  .
په داسې حال کې چې  دافغان طالبانو په مشرانو  دپاکستان داردو اوسياستوالو اړيکې ، نفوذ  او اغيزې  څرګندې او ډانګ پيلى دى د  پټولو لپاره يې ځاى نشته .
  دپاکستانيانو په پته  دافغان مقاماتو خبرې روښانه دي که چيرې  هغوى په افغانستان کې دسولې لپاره شکل کوي . او غواړي دپاکستان په ګډون په سيمه کې ثبات  اعاده شي بايد دافغانستان په نسبت ريښتيني  واوسي او کړه وړه  يې شفاف وي  په ډاګه غوښتنه داده چې بايد په پاکستان کې دافغان طالبانو او دنورو تروريستي شبکو مرکزونه  دړې  وړې  شي .
  هيله کيږي چې امريکايي مقامات دجنرال شريف دکوربه توب او له هغه سره دکتنې په وخت کې چې په پوځي ډګر کې  قدرتمند  شخص او دپاکستان په سياستوالو او دحکومت  اغيزمن سړى دى .
دافغانستان ددولت غوښتنې په پام کې ونيسي هغوي بايد له پاکستاني پوځيانوسره په خبرو کې خپل تحليل او څيړنې ولري او په سيمه کې دناامنې عوامل دي بايد په ډانګ پيلي ډول  دپاکستان داردو دغه جنرال  ته په ګوته کړي او له افراطيت  ترور او وحشت سره  دملاتړ ناوړې پايلې بيان کړي .
دافغان مقاماتو دغه خبرې  دقيقې او منطقي  دي چې وايي بايد تروريزم يوشان تعريف شي .  تروريزم  لکه څنګه چې په پاکستان کې تعريف کيږي  هماغه شان  دافغانستان  لپاره تعريف شي .
دغه راز امريکا دې بايد  په دې وپوهيږي  چې نه شي کيداې  دافغانستان قضيو ته دنورو په نطر وکتل شي
هيله ده چې په دغو خبرو کې واقعيتونه  محور وي چې د ډار اچونې پرخلاف  دمبارزې له کار څخه په زړه پورې نتيجې ترلاسه شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته