
کابل، د غوایي ٢٦مه، باختر
د تورخم ترمینل مسوولین وایي، چې د دغه ترمینل په معیاري بڼه له جوړېدو وروسته یې په عوایدو کې ۶۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د دغه ترمینل آمر مولوي عتیق الله وثیق له باختر آژانس سره په خبرو کې وويل، چې د تورخم ترمینل د هېواد په کچه یو رسمي او معیاري ترمینل دی، چې تر معياري رغېدو وروسته د دغې برخې د عایداتو کچه له ١٠ سلنې څخه ٧٠ سلنې ته لوړه شوې ده.
وثیق د دغې لارې موټر چلوونکو ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، چې موټرچلوونکو ته په ترمینل کې ټولې اړونده آسانتیاوې رامنځته شوي او د نورو سهولتونو په رامنځته کولو کار روان دی.
ورته مهال د دغې لارې موټر چلوونکو هم باختر آژانس سره خبرو کې خوښي وښوده او ویې ویل، چې پخوا به په پاشلي بڼه بېلابېلو ځایونو کې درېدل، خو اوس ورته آسانتياوې زیاتې شوي او موټر یې په ياد دولتي ترمینل کې په خوندي ډول درېږي.
تورخم ترمينل چې په معياري او اساسي ډول د دولت له لوري رغول شوی، اوس په کې په یو وخت تر ۲ زرو ډېر لوی او کوچني موټر ځایېږي.
لمر