ورزش

دفوټسال سيالۍ پيل شوې .

کابل باختر دليندۍ پنځلسمه :
په هرات ولايت کې دفوټسال سيالۍ پرون په اتو لوبو سره پيل شوې .
دهرات ولايت دورزشي امريت مرستيال ضيا الحق ضيا دباختراژانس خبريال ته وويل: په دغوسياليو کې دسپيده ، عمران ، ستاره سرخ ،  هرات باستان ، مرواريد ، قايم او دنيمرخ ټيمونه په خپلو سيالانو بريالي شول .
دغه راز دنهضت او دالحلال ټيمونو لوبه دپنځو پنځو ګولونو په وهلو سره برابره پاى ته ورسوله .
دغه سيالۍ دڅليرويشتو ټيمونو ترمنځ له پرون  څخه په هرات ولايت کې پيل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته