امنیت

له پاکستان څخه جلال اباد ښار ته ديوې اندازې جنګي وسايلو دليږدونې مخه ونيول شوه .

کابل باختر د ثور  دريمه :
له پاکستان څخه يوه اندازه  نوي وارد شوي جنګي وسايل  په ننګرهار ولايت کې کشف  شول .
دغه  جنګي وسايل په پاکستان کې بار شوي وو او ټاکل شوې وه  په جلال اباد ښار کې د ډار اچوونکو دډلې لاس ته ورشي .
دهېواد په ختيځ کې دسرحدي پوليسو قوماندان جنرال   محمد ايوب  حسين خيلي باختراژانس ته وويل چې په دغو جنګي وسايلو کې پنځه کلاشينکوفونه او پنځه تومانچې  ددربابا په ولسوالۍ کې ترلاسه شول .
  ختم_ سعيده- اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته