امنیت

د هوايي شرکتونو د ټکټونو د بيې دلوړوالي له امله د خلکو شکايتونه

کابل – باختر د مرغومې دمياشتې ٣٠
د بلخ ولايت يو شمېر اوسيدونکي د هوايي شرکتونو د ټکټونو د بيو د لوړوالي له امله شکايت کوي.
دوى وايي: سره له دې چې په نړيوالو بازارونوکې د تيلو بيه ټيټه شوې ده؛ تراوسه پورې د هيواد د هوايي شرکتونو د ټکټونو په بيه کې هيڅ راز بدلون نه دى راغلى او آن په ځينو مواردوکې لوړه شوې ده.
د بلخ ولايت يو تن اوسيدونکي احسان د باختر آژانس خبريال ته وويل: له زياتې مودې راپه دې خوا په نړيوالو بازارونو او په هيوادکې د تيلو بيه ټيټه شوې ده خو په افغانستان کې د کورنيو او بهرنيو ټکټونو په بيه کې کمښت نه دى راغلى .
د بلخ ولايت يو بل اوسيدونکى سمير وايي: د ځمکنيو لارو د امنيت د خرابوالي له امله خلک دې ته اړ دي چې له هوايي ترانسپورت څخه استفاده وکړي خو د هوايي شرکتونو د ټکټونو بيه ډيره لوړه ده چې هر څوک د هغه د ورکولو توان نه لري.
ده زياته کړه: بايد د اړوندو واکمنو چارواکو له خوا د ټکټونو په بيې څارنه شتون ولري او د دغو ادارو د لوټمارى او د قانون پرخلاف د پيسو د اخستلو مخه ونيول شي.
په مزارشريف ښارکې د يوه خصوصي هوايي شرکت د نماينده ګۍ د دفتر مسوول محمد رشاد په هيوادکې د کورنيو او بهرنيو ټکټونو د بيو د لوړوالي په تاييدولو سره وويل: سره له دې چې په نړۍ کې د تيلو بيه ټيټه شوې ده؛ خو د ټکټونو په بيه کې بدلون نه دى راغلى او دغه بدلون د غوښتنې او د الوتنو په شمېر پورې اړه لري.
د ده د څرګندونو له مخې: اوس هندوستان ته د ټکټو بيه لوړه شوې ده او دغه هيواد ته د الوتنو بيه لوړه ده خو د دوى د تګ راتګ په بيه کې په سلوکې ديرش کمښت ورغلى دى .
رشاد زياته کړه: اوس هم د مسافرو د ګڼې ګوڼې او د الوتنو دکمښت په دليل دکابل– مزاشريف د ټکټو بيه د پنځه سوه شلو افغانيو معادل يعنې نهه ډالره لوړه شوې ده .
د ترانسپورت او د ملکي هوايي چلند د وزارت عملياتي مرستيال وايي: که څه هم په هيواد کې د آزاد بازار نظام واکمن دى؛ خو دوى تر يوې اندازې پورې يې څاري او کنترولوي يې چې اقتصادي نظم ګډوډ نه شي.
د يادونې وړ ده چې نا امني، د ستندرد ترانزيتي سيستم نشتوالي، د ترانسپورتي او ستندردو وسايطوکمښت، د خصوصي سکتور د ملاتړ او لازمې څارنې نشتوالى، اداري فساد او په لويو لاروکې د پيسو اخستل په هيواد کې د هوايي او ځمکني ترانسپورت د ودې په لاره کې له مهمو چلنجونو څخه دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته