خبرونهاقتصادTOP

د تورخم کمیسار: هره ورځ د ترانزيټ له درکه ۳۰ ميلیونه افغانۍ عواید ترلاسه کېږي

کابل، د سلواغې ۱۱مه، باختر

د تورخم د کمیسارۍ چارواکي وايي، چې هره ورځ د ترانزیټ له درکه ۳۰ میلیونه افغانۍ راټولوي او په شفاف ډول یې د دولت خزانې ته سپاري.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د تورخم کمیسار مولوي صدیق خالد په دغه کمیسارۍ کې په یوه جوړه شوې غونډه کې وویل، چې هره ورځ د تورخم له لارې له ۸۰۰-۱۳۰۰ پورې لارۍ او کانټينر تګ راتګ کوي، چې له درکه یې په ورځني ډول ۳۰ میليونه افغانۍ عواید ترلاسه کېږي او په شفاف ډول د دولت خزانې ته سپارل کېږي.

مولوي خالد زیاته کړه، چې په تېرو ۶ میاشتو کې د پاکستان ته تلوونکو ناروغانو لپاره صفري نقطې ته څېرمه تم ځایونه، د لمانځه او اوداسه لپاره مناسب امکانات، د نارینه او ښځینه وو لپاره بېلابېل د شپې تېرولو ځایونه برابر شوي دي.

هغه وویل، چې په تېرو ۶ میاشتو کې ۴۹ زره ۸۰۰ ناروغان پاکستان ته د درملنې په موخه تللي دي.

لمر

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا