امنیت

شپږ شپيته تنه ډار اچوونکي دهېواد په بيلابيلو سيموکې ووژل شول .

-کابل باختر د لړم پنځلسمه :
په تيرو څلور ويشتو ساعتو کې شپږ شپيته تنه ډار اچونکي له امنيتي ځواکونوسره په نښتو کې ووژل شول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر  ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي دامنيتي ځواکونو په هغو ګډو عملياتو کې چې دهوايي او توپچي قوتونوپه ملاتړ دننګرهار ، لغمان ، پکتيکا ، غزني ، قندهار ، روزګان ، زابل ، بادغيس ، هرات ، غور ، فراه ، فارياب ، سرپل ، بغلان ، کندز او دهلمند دولايتونو په مربوطاتو کې ترسره شول شپږ شپيته تنه ډار اچوونکي ووژل شول او اووه څلويښت تنه نور ټپيان شول .
ديوبل خبر له مخې دهجومي او قاري حضرت  په نومونو دوسله والو طالبانو دډلې دوه تنه سيمه ئيز قوماندانان دهلمند  ولايت دلښکرګاه ښار په مربوطاتو کې دامنيتي ځواکونو په ځانګړو عمليات کې ووژل شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته