کابل باختر دوږي دولسمه :
د هرات ولايت د انجيل ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ پوليس د انسان تښتوونکو له منګولو څخه د يوه ماشوم په ژغورنې بريالي شول .
دغه ماشوم چې فهيم نوميږي؛ د وړمې شپې د لسو بجو په شاوخوا کې د انسان تښتوونکو له خوا د انجيل ولسوالۍ د توبريان له کلي څخه وتښتول شو چې د دغې ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ له خوا د هرات ولايت د امنيه قوماندان مل پاسوال محمد ايوب انصاري په مشرۍ له نورو امنيتي قوتونوسره دګډو هلوځلو له امله پرون مازيګر د پنځو بجو په شاوخواکې د انسان تښتوونکو له منګولو څخه وژغورل شو او خپلوانو ته يې وسپارل شو .
د هرات ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال محمد ايوب انصاري وايي چې د دغې پيښې په اړوند درې تنه له وسلو سره يې نيول شوي دي چې له هغوى څخه تحقيقات او پوښتنې دوام لري.
0 1 دقیقه لوستل