ټولنه

يو تن د کورني تاوتريخوالي له امله خپله مېرمن، مور او پلار شهيدان کړل

جلال اباد باختر د وري د میاشتې ۲۰ مه
د ننګرهار ولايت د جلال اباد ښار په عبدالحق مېنه کې تېره شپه شاوخوا دوه بجې یوه تن د کورني تاوتريخوالي له امله خپله مېرمن، ميرنۍ مور او پلار شهيدان کړي دي.
ځايي چارواکي وايي چې دغه کس خپل مور،پلار او ميرمن د تومانچې په ډزو سره وژلي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوږياڼي د باختر اژانس سیمه يېز خبریال ته وویل چې قاتل د پولیسو له خوا نیول شوی دی او په خپل جرم یې اعتراف هم کړی دی.
په همدې  حال کې د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل پر ياده پېښه ژوره خواشيني ښودلې، شهیدانو ته يې د فردوس جنت او د کورنۍ غړو ته يې د تسليت مراتب وړاندې کړي.
هغه امنيتي ادارو ته لارښوونه کړې، چې پېښه په دقيق ډول وڅېړي او قاتل د قانوني اجراتو په موخه عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپاري.پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته