کابل باختر د سلواغې اووه ويشتمه :
لس تنه وسله وال طالبان په سرپل او فارياب ولايتونو کې دنويو جګړو په بهير کې ووژل شول او شپږ تنه نور يې ټپيان شول .
لومړې جګړه تيره شپه د کوهستاناتو ولسوالۍ په لويه لاره کې هغه وخت ونښته چې يوې ډلې يرغلګرو دپوځيانو دسپرلۍ په کاروان بريد وکړ .
په سرپل ولايت کې دملي اردو يو قوماندان باختراژانس ته وويل چې په دې جګړه کې اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او څلور تنه نور يې ټپيان شول .
ده وويل : دغه طالبان په پوځيانو د بريد په وخت کې دپوځيانو په ډزو کې ووژل شول
ويل کيږي په دې جګړه کې سرتيرو اوملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .
ديوبل خبر له مخې : درې تنه وسله وال طالبان په سرپل ولايت کې له پوحيانو سره دجګړې په بهير کې ووژل شول او دوه تنه نور يې ټپيان شول .
دغه جګړه نن سهار په المار ولسوالۍ کې هغه وخت ونښته چې پوځيانو په وسله والو طالبانو په بريد سره دهغوى دماين ښخولو مخه ونيوله .
دفارياب ولايت يو امنيتي مقام وايي چې په دې جګړه کې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دوه تنه نور يې ټپيان شول .
ده وويل :طالبانو غوښتل چې دالمار ولسوالۍ په يو واټ کې ماين ښخ کړي چې پوځيان راورسيدل او په يرغلګرو يې ډزې وکړې .
ويل کيږي په دې جګړه کې سرتيرو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .
0 1 دقیقه لوستل