(PS)خبرونه(PS)امنیت

د تېرو ۲۴ ساعتونو په لړ کې ٢٨ تنه د بېلابېلو جنایي جرمونو په تور نیول شوي دي

کابل، د وږي ١١مه، باختر

کورنیو چارو وزارت د هېواد په ٨ ولایتونو کې د بېلابېلو جنایي جرمونو په تور د ٢٨ کسانو د نیولو خبر ورکوي.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه کسان ۲۴ ساعتونو راهیسې په بلخ، کاپیسا، کندز، سرپل، ننګرهار، هرات، پروان او پکتیکا ولایتونو کې د غلا، قاچاق، جوارګرۍ، اسنادو جعلي کولو او نورو جرمونو په تړاو نیول شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې دغه وزارت نن هم په دریو ولایتونو کې د نشه یي توکو د پلور په تور د ١١ کسانو د نیولو خبر ورکړی و.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا