جلال آباد باختر د چنګاښ د مياشتې٩
په ننګرهار ولايت کې پنځه تنه وسله وال طالبان له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول.
د نښتې په بهيرکې د طالبانو د ډزو له امله يوه ملکي ښځه شهيده شوې ده.
جګړه په لعل پورې ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو په پوسته د طالبانو له بريد وروسته ونښته.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي باخترآژانس ته وويل چې په دې نښته کې پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
ده وويل چې د طالبانو په دې بريدکې د سيمې يوه ښځه شهيده شوې ده.
په همدې حال کې ويل کيږي چې په دې بريدکې پوځيانو ته زيان نه دى اوښتى.
0 د یوې دقیقې څخه لږ