ټولنه

جمهور رئیس غني په فرانسه کې پر ملکي وګړو برید وحشیانه جنایت وباله

کابل باختر دچنګاښ  پنځه ويشتمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د فرانسې په جنوب کې په نیس ښار کې دشوی برید له امله چې په پایله کې یې یو شمېر خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې، په سختو ټکو وغانده.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ.
د هېواد جمهور رئیس د دغه ترهګریز برید د سخت غندلو پرمهال وویل، پر ملکي وګړو برید جنایت او وحشیانه عمل دی. دغه وحشیانه جنایت نه یواځې د بښنې وړ نه دی، بلکې په هیڅ ډول نه شي توجیه کېدای.

جمهور رئیس غني وویل، تروریزم سرحد، نژاد، دین او مذهب نه پېژني، د ټولې سیمې او نړۍ لپاره ګډ تهدید او خطر دی. هغه یو ځل بیا د دغې ناوړې پدیدې پر ضد د نړۍ د ټولوهېوادونو پر ګډې مبارزې ټینګار کوي. 
جمهور رئیس غني د فرانسې حکومت او د دغه ترهګریز برید د قربانیانو کورنیو سره د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب څرګندوي او ټپیانو ته د بشپړې روغتیا هیله کوي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته