ټولنه

په جوزجان کې په مرموز ډول ديوې ځوانې ښځې وژل کيدل .

کابل  باختر د وږي شلمه :
په جوزجان ولايت کې يوه ځوانه ميرمن  په ډزو سره ووژل شوه .
  دغه پيښه نن سهار دجوزجان ولايت په مرکز شبرغان ښار کې  رامنځته شوه .
  ددغې ميرمنې  ميړه  پوليسو ته ويلي دي  چې  ميرمنې يې  ځان وژلى دى .
  دجوزجان ولايت  امنيه قوماندان جنرال رحمت الله ترکستاني دباختراژانس خبريال ته وويل چې امنيتي مامورينو  ددغې ميرمنې ميړه نيولى دى .
  ده وويل  :ددغې پيښې دڅرنګوالي په برخه کې  دپوليسو  څيړنې او پلټنې  پيل شوې دي .
  تراوسه پورې  ددغې پيښې  انګيزه  نه ده روښانه شوې .
  په يوبل خبر کې ويل شوي دي ،  چې  په جوزجان کې  يوې کورنۍ  دخپلې  ځوانې لور  دځان وژنې  مخه نيولې ده .
  دغه نجلۍ چې ويل کيږي  دښوونځي  زده کوونکې ده  دنامعلومو دلايلو له امله  په ځان وژنې  لاس پورې کاوه  چې مور او پلار يې  په خپل وخت  دهغې خونې ته ننوتل او دهغې  دځان وژنې  مخه يې ونيوله .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته