امنیت

دوه تنه قاچاق وړونکي ونیول شول

کابل باختر د لړم  دولسمه :
د کابل په نړیوال هوایي ډګرکې د سرحدي پولیسو له لوري دوه تنه هغه قاچاق وړونکي چې ۱۴۰ کپسوله هیروین یې دوست هېواد هندوستان ته لیږدول؛ ونیول شول.
دکورنيوچارو وزارت مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
د کابل نړیوال هوایي ډګر د سرحدي پولیسو د قوماندان مل پاسوال حق نواز حق یار په وینا ، له نیول شويو دوو تنو څخه ۱۴۰ کپسوله هیروین چې یو تن یې په خپله خېټه کې ۶۱ کپسوله او بل تن یې ۷۹ کپسوله هیروین ځای پرځای کړي وو او غوښتل یې چې دوست هېواد هندوستان ته یې واستوي؛ د هوايي ډګر سرحدي پولیسو له لوري د پوره څارنې وروسته ونیول شول.
د نیول شويو قاچاق وړونکو قضیې دعدلي او قضایي ارګانونو له لورې تر څېړنولاندې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته