امنیت

په افغانستان کې داته ويشتو وسله والوطالبانو وژل کيدل .

کابل باختر د مرغومي څلورمه
دهيواد په بيلابيلو ولايتونوکې دپوځي عملياتو په بهير کې دحقاني دشبکې او دطالبانو اته ويشت تنه جګړه ماران ووژل شول .
په دغو جګړه مارانو نن سهار دننګرهار ،سرپل ، غزني ، لوګر او دقندهار دولايتونو په مربوطاتو کې کله چې په تروريستي فعاليتونو بوخت و دناټو او افغان ځواکونوله خوا بريدونه وشول  او ووژل شول .
باختر اژانس دناټو ديوې خبرپاڼې له خولې خبر راکړ چې دپوځي عملياتو په بهير کې ددغې ډلې ددريو سيمه ئيزو قوماندانانو په ګډون د طالبانو او دحقاني په شبکې پورې اړوند اته ويشت تنه جګړه ماران ووژل شول .
په همدې حال کې ناټو وايي چې ددغو عملياتو په بهير کې له وسله والوطالبانو څخه نشه يي توکي او دجنګي وسايلو څو ډيپوګانې ترلاسه شوي دي .
ويل کيږي چې په دغه ديپوګانو کې په لسګونو جنګي وسايل ، ماينونه ، توغندي ويشتونکي ، ځانمرګي واسکټونه  چاوديدونکي توکي  په لسګونوکيلوګرام هيروئين او چرس ترلاسه شوي دي
په دې خبر پاڼه کې دناټو او افغان ځواکونو اوملکي وګړو دسردزيان په اړه څه نه دي ويل شوي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته