ټولنه

د قندهار د هوايي ډګر د کارکوونکو د وژنې عاملين ونيول شول

کابل باختر دمرغومي ديارلسمه :
د قندهار د هوايي ډګر د کارکوونکو د وژنې عاملين ونيول شول .
دغه کسان دقندهار د امنيتي ځواکونو د ځانګړو عملياتوپه بهيرکې ونيول شول .
نيول شوي کسان  چې ويل کيږي د طالبانو د ډار اچوونکي ډلې غړي دي؛ څه ناڅه دوه اوونۍ مخکې د ښځو په ګډون د قندهار د هوايي ډګر پنځه تنه کارکوونکي په ډزو سره وژل .
دغه کارکوونکي د دندې په لور روان وو چې د دوى د سپرلۍ په موټر دوسله والو کسانو له خوا بريد وشو .
يوه قربانۍ د قندهار پوهنتون د طب پوهنځي محصله وه . کله چې په دې ډزې وشوې؛ تسبيح يې په لاس کې و او په ټولنيزو شبکوکې د دغه تصوير خپريدل غوغا جوړه کړه او ټولو، طالبان د اسلام او بشريت دښمنان وبلل .
  په همدې حال کې د قندهار د پوليسو يو مقام باخترآژانس ته وويل دوى درې تنه ډار اچوونکي چې د هوايي ډګر په دغوکارکوونکو د ډزو عاملين دي؛ نيولي دي.
نيول شويوکسانو په لومړنيوڅيړنوکې دطالبانو په ډلې کې په غړيتوب او د قندهار د هوايي ډګر ددغوکارکوونکو دسپرلۍ په موتر په بريد اعتراف کړى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته